سیاست

اجرائيه رئيس : له ځوانانو څخه ملاتړ د ملي یوالي حکومت په لومړیتوب کې دی

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس نن سهار په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د نوښتګرو ځوانانو د شبکې له غړو سره ولیدل او د هغوی له هڅو یې ستاینه وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې لومړی د ځوانانو چارو مرستیال ډاکټر کمال سادات خبرې وکړې او ویې ویل، که د نوښتګرو ځوانانو شبکې ته زمینه سازي وشي؛ نو د هېواد لپاره به په راتلونکي کې سترې افتخارات و پنځوي.
ښاغلي سادات، د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې له دې شبکې ملاتړ وکړي او اړوندو وزارتونو ته هدایت ورکړي؛ چې د یادو ځوانانو له اختراعاتو او نوښتونو څخه ملاتړ او تر ممکنه حد پورې استفاده وکړي.
ډاکټر کمال سادات له اجرائيه رئيس وغوښتل چې حکومتي ادارې او افغانان وهڅوي چې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
ورپسې د یادې شبکې دوو غړو د خپلې شبکې او فعالیتونو په اړه اجرائيه رئيس ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د حکومت د ملاتړ او د کار د ښې زمینې د برابرېدو غوښتنه یې وکړه.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله له یادو ځوانانو مننه وکړه، چې په سختو حالاتو کې یې د نوښت او پرمختګ کاروان ته شا نه ده اړولې او د هېواد د راتلونکي لپاره یې فکر کړی دی.
هغه وویل: د ملي یو والي حکومت ستاسو له هڅو او فعالیتونو څخه ملاتړ کوي. دا یو نوښت دی چې تاسو د تجاربو د شریکولو او هم په ګډه د کار کولو لپاره د نوښتګرو ځوانانو شبکه رامنځته کړې ده.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، افغانستان د جګړو له امله یو مهال د نړۍ د پرمختګ له کاروان ورسته پاتې شو؛ خو ستاسو نننۍ هڅې دا هیله مندي زیاتوی، چې افغانستان به ښه راتلونکی ولري او له دې کاروان سره به بېرته ځان یو ځای کړي.
اجرائیه رئيس له ځوانانو څخه وغوښتل چې له هر ډول تبعیض، تعصب او نفاق نه ځانونه وساتي، بلکې د یووالي، هېوادپالنې او خپلو خلکو ته د خدمت کولو روحیه په ځان کې پياوړې کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله: تاسو د هېواد او خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه درک کړئ. له دغو اړتیاوو سره سم فعالیتونه او اختراعات وکړئ. خپله انرژي په دې لاره کې مصرف کړئ چې له یوې خوا مو هېواد له ستونزو را ووځي او له بلې خوا د خلکو په ژوند د مثبت اغېز لپاره زمینه برابره کړئ.
ده یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې له ځوانانو او په ځانګړي ډول د نوښتګرو ځوانانو له شبکې ملاتړ د ملي یو والي حکومت په لومړیتوب کې دی.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته