ورزش

د سنامجلس يوشمېر ورزشکاران وستايل

کابل باختردزمري دمياشتې ١٧ :
د مشرانوجرګې دويم نايب ډاکتر محمدآصف صديقي نن د افغانستان د اسلامي ثقافت  د مرکز يوشمېر ورزشکاران د ستاين ليکونو په ورکولو سره وستايل .
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ:
په هغې  کتنه  کې چې له همدې امله  جوړه شوې وه؛ د افغانستان د اسلامي ثقافت دمرکز د بدني روزنې مسوول خبرې وکړې او ويې ويل: د دې هېواد ورزشکاران په بېلابېلو ورزشي برخوکې په دې بريالي شوي دي چې له بهرنيو هېوادونو څخه  مډالونه ترلاسه کړي.
ده د هېواد دبدنې روزنې په رياست نيوکه وکړه او زياته يې کړه: دغه رياست چې له څه مودې راپه دې خوا د سرپرست له خوا اداره کيږي؛ له هېواد څخه بهر په سياليو کې د ورزشکارانو د ګډون لګښتونه نه ورکوي .
وروسته د مشرانو جرګې دويم نايب ورزشکاران دسولې پيغام راوړونکي وبلل اوپه بېلابېلو برخوکې يې د هغوى اتلولۍ وستايلې او د دوى د خدمتونو په درناوي يې   د مشرانو جرګې ستاين ليکونه هغوى ته ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته