ښوونه او روزنه

په کال کې يو نيم مليون تنه ماشومان په پوهنه کې شامليږي

کابلباختر داسد١٠
په کال کې يو نيم مليون تنه ماشومان د هيواد په پو هنه کې شامليږي او زياته برخه يې هغه کسان دي چې له ښوونځي څخه بې برخې وو.
دپو هنې وزارت دخپرونو رئيس کبير حقمل دباخترا ژانس خبريال ته ددغه ټکي په څرګندولو سره وويل: لکه څنګه چې دهغوکسانو لپاره چې عمر يې لوړ شوى دى خو زده کړه يې نه ده کړې، هم پراخ درسي پروګرام په پام کې نيول شوى دى چې ښوونځي ته چمتو شي.
ده زياته کړه چې افغانستان په ٢٠١٢ ميلادي کال کې دښوونې او روزنې لپاره د نړيوال مشارکت دسازمان غړيتوب ترلاسه کړ او ددغه سازمان په ا جرا ئيه هيئت کې هم شامل شو.
حقمل وويل: دپوهنې وزارت د ښوونې او روزنې لپاره د نړيوال مشارکت له سازمان څخه دساحوي تعليمي پروګرامونو اوتعليماتو د دوام لپاره پنځه پنځوس مليونه ډالره ترلاسه کړي دي اودغه پيسې دهيواد دديارلسو ولايتو نو په پنځلسو ولسواليو کې د دريو کلونو لپاره ددغه پروګرام دتطبيق په مقصد چې دپوهنې د اداري حالت ، د استادانو تعليمي سويه، د زده کړې کچه ،دخلکو مشارکت اود پوهنې نور شاخصونه په ټيټه کچه کې دي ، لګول کيږي.
ده زياته کړه چې يو کال مخکې دغه پروګرام دملګرو ملتو دسازمان د ماشومانو د ملاتړ دصندوق يونيسف په مرسته پيل شو، خو د بودجې دکمښت په نسبت ځنډول شوى و.
ويل کيږي چې ددغه پرو ګرام زيات تمرکز په هغو نجونو دى چې له تعليم څخه بې برخې پا تې شوې دي.
د پوهنې وزارت دخپرونو رييس له اووه کلنى څخه ښکته ماشومانو لپاره دښوونځي د تيارۍ د روزنيزو دورو دعملي کولو په اړوند هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې تر يوې مياشتې  پورې به په دې باب په جنوبي کوريا کې يو نړيوال کنفرانس جوړ شي چې د افغا نستان هيئت به هم پکې ګډون و کړي.
ده زياته کړه چې په دې کنفرانس کې په افغانستان دماشومانو لپاره دښوونځي د تيارۍ د دورو دعملي کولو لپاره چې ښوونځي ته د يون عمر ته نږدې دي ، ستره بودجه ترلاسه کړي اودغه پروګرام يې د زده کوونکو د روزنيزې کچې اوځواکمنۍ د ښه والى لپاره ګټور اواغيزمن وباله.
دپوهنې وزارت دخپرونو رئيس کبيرحقمل په دې ترڅ کې چې د هيواد دپوهنې دحالت د لازيات ښه والي په خاطر دپوهنې وزارت  دهڅو اوهاند په باب معلومات ورکړل وې ويل چې دپوهنې وزارت په دې بريالى شوى دى چې د روان کال په بهير کې په هيوادکې دڅلورسوه اتيا تړلو ښوونځيو له جملې څخه شپيته يې بيا پرا نيزي اوددغو ښوونځيو زده کوونکي بيا دعلم د زده کړې له نعمت څخه ګټه واخلي.
ده زياته کړه چې دهيواد په کچه لس مليونه او پنځه سوه زره تنه نجونې او هلکان په شپاړلس زره پنځه سوه ښوونځيوکې په زده کړې بوخت دي چې د لوست چارې يې د دوسوه لسوزروتنو ښوونکو او استادا نو له خوا پرمخ بيول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته