سیاست

د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مطبوعاتي اعلامیه

کابل باختر د وږي  ديارلسمه :

د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مطبوعاتي اعلامیه

د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمدخان ترمشرۍ لاندې د شهید د اونۍ د نمانځلو په خاطر جمهوررييس محمداشرف غني په حکم یو لوړ پوړی کمسیون جوړشوى دى.

د اجرائیه ریاست دلومړي مرستیال انجینیر محمدخان په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی د شهید داونۍ د نمانځلو په خاطر جوړ اوخپله لومړنۍ غونډه يې وکړه.

په دغه کميسیون کې د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال عبدالخالق ، د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال ایوب سالنګي، د ملي امنیت لومړی مرستیال ادیب فهیم، د جمهوررييس سلاکار فیض الله ذکي، د اجرائیه ریاست د فرهنګي چارو سلاکار سیدفاضل آقا حسین سانچارکي، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مرستیاله سیده مژګان مصطفوي، د شهید احمد شاه مسعود دبنیاد مشر احمد ولي مسعود او د ملي ټلویزیو ن مشر محمد زرین انځورغړیتوب لري.

دغه کميسیون موظف دی چې د شهید د اوونۍ د تجلیل په خاطر چې د وږي د میاشتې په ۱۸مه به په کابل کې د ځانګړومراسمو په ترڅ کې ترسره کیږي، په کابل ښارکې د ټینګ امنیت د نیولو په خاطر کلک امنیتي تدبیرونه ونیسي چې دغه اونۍ په کابل ښارکې په ډاډمنه فضا کې ونمانځله شي اوله بلې خوا د شهید احمد شاه مسعود په څلي د ګلو د ګیډۍ لپاره هغه ځانګړو مراسمو لپاره چې هر کال ترسره کیږي تيارى ونیسي.

د کمسیون په پرانسته غونډه کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د کمسیون له غړو په تیره بیا دامنیتي ځواکونو له مسؤلینوڅخه غوښتنه وکړه چې د شهید د اونۍ لپارداسې تیاری ونیسي چې نه په ښارکې ټرافیکي ستونزې رامنځ ته شي اونه هم کومه امنیتي پيښه رامنځ ته شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته