کابل باختر دمرغومي ديرشمه :
په فارياب ولايت کې د ناامنيو له امله له سلو بې ځايه شويو کورنيو سره نن دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، په دغو مرستو کې اوړه ، وريجې ، غوړي ، او نور خوراکي توکي شته چې په بريتانيا کې دترکتبارانو د ټولنې له خوا دفارياب ولايت دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې دنمايندګى له خوا د المار ، قيصار ، او دکوهستاناتو په بې ځايه شويو کورنيو وويشل شوې .
په بې ځايه شويو کورنيو دمرستې بهير دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم