کابل/دلیندۍ۱۰مه/باختر
پوځيانو تېره شپه په لوګرکې د طالبانو د نشه يي توکو او ماين جوړولو يوه کارخانه ويجاړه کړه.
د خاصو عملياتو قول اردو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې د لوګر د خروار ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو د نشه يي توکو د توليد او ماين جوړولو يوه ستره کارخانه له منځه لاړه.
هغه زياته کړه چې په عملياتوکې يو تن ونيول شو او د طالبانو ٣٠ ماينونه، دوه موټر او ٨ موټرسايکلونه ويجاړ شول.
ختم-عطاالله -اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ