سیاست

د وزيرانو شورا دقوانينو کميټې غونډه وکړه

کابل -باختردتلې دمياشتې ١٥ :
د وزيرانو شورا دقوانينو د کميټې غونډه  نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال او ددغې  کميټې د رييس مارشال محمدقسيم فهيم په مشرۍ جوړه شوه .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
د وزيرانو شورا دقوانينو د کميټې په غونډه کې دمعلوماتي او مخابراتي تکنالوجي د اساسنامې ، دتنباکو او د دخانياتو دکنترول دقوانينو  طرحې  ، دپوهني وزارت دتعليمي موسسو دتدريسي حق الزحمې دمقررې  اوپرعايداتو باندې دمالياتو دقانون د ١٠٢  مادې دتعديل طرحې وڅيړل شوې او دتائيد وړ وگرځيدې .
دغونډې په پيل کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال په هيوادکې پرعايداتو دمالياتوقانون ته په پاملرنې سره وويل چې بايد په زيات دقت سره په قوانينوکې هلې ځلې وشي چې په هيوادکې دپانګې اچونې بهير ګړندي شي، ځکه زموږ اقتصادي پرمختګ په هغو پورې اړه پيداکوي او دا کار دکار د زمينې  دبرابريدو سبب هم کيږي .
په دې غونډه کې ددغو قوانينو طرحې چې دعدليې د وزير له خوا په  جلاجلا توګه وړاندې شوې، وڅيړل شوې، دهرې يوې په اړوند دقوانينو دکميټې دبرخه والو اصلاحي نظريې او وړانډيزونه وڅيړل شول او په پاى کې پريکړه وشوه چې دمعلوماتي اومخابراتي تکنالوجي داساسنامې ،  دتنباکو او ددخانياتو د کنترول دقوانينو طرحې دې دپوهنې وزارت دتعليمي موسسو دتدريسي  حق الزحمې له مقررې او پرعايداتو باندې دمالياتو دقانون د ١٠٢ مادې دتعديل طرحه د وروستي تصويب په مقصد وزيرانو شورا ته وړاندې شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته