امنیت

په قندهار کې ديوې ښځينه افسرې ترور .

کابل باختر دثور شپاړلسمه :
په نسرينې پرون کله چې ديوې ريکشا په سپرلۍ  خپل کور ته روانه وه په قندهار ښار کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې . 
دقندهار ولايت يوه امنيتي  مسوول له باختراژانس  سره په اړيکه کې ددغې ښځينه  افسرې ترور تاييد کړ او ويې ويل  چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې  پيل شوي دي .
  نسرينې  دارغنداب ولسوالۍ  په امنيه قوماندانۍ کې کار کاوه تراوسه پورې ددغې ښځينه   افسرې دترور مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته