کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٤ نيټه :
په بغلان ولايت کې د شطرنج نهه تنو لوبغاړو د هېواد د شطرنج ملي ټيم ته لاره وموندله .
دغه ورزشکاران د هغې سيالۍ په پاى کې چې نن په پلخمري ښارکې ترسره شوه؛ د شطرنج غوره څيرې وپيژندلې شوې او د هېواد د شطرنج ملي ټيم ته يې لاره وموندله .
د بغلان ورزشي آمر احمدشاه مومني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو سياليوکې د بغلان ولايت په کچه ٥٥ تنو ورزشکارانو ګډون کړى و.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ