کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
د دولت شل تنه وسله وال مخالفين نن له خپلو وسلو سره په کاپيساولايت کې له امنيتي ځواکونوسره يوځاى شول .
د کاپيسا والي محمد خالد هاشمي د دغه کسانو پيوستون د دغه ولايت د امنيت په تامينولوکې ګټور وباله اوله نورو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې له امنيتي ځواکونوسره يوځاى شي او د خپل هېواد په جوړلو او آبادولوکې ونډه واخلي .
د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم فايق د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه کسان د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ د شاکوټ او پير خيلو د کليو اوسيدونکي وو چې د دولت پرضد جنګيدل .
د فايق دڅرګندونوله مخې: ټاکل شوې ده له امنيتي ځواکونوسره دغه نوي يوځاى شوي کسان د دغه ولايت د سيمه ئيزو پوليسو په ليکوکې وګومارل شي او د خپل هېواد د خلکو د خدمت لپاره چمتو شي .
0 1 دقیقه لوستل