سیاست

احمد ضيا مسعود: د مجاهدينو نه همغږۍ د تروريستانو د پياوړتيا سبب شوې ده

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢١
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي د شهيد دګرجنرال عبدالرحمن سيدخيلي د درناوى په غونډه کې د کورنى او بهرنى تروريزم پرخلاف د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
احمد ضيا مسعود په هغې غونډه کې چې د ډګر جنرال عبدالرحمن سيدخيلي د شهادت د تلين د درناوى په مناسبت خبرې کولې؛ د دغه شهيد د کارنامو په يادولو سره يې وويل چې مولانا سيدخيلي د مقاومت پوځي او ټولنيزشخصيت و. ده د نړيوال تروريزم پرخلاف په ميړانې سره مبارزه وکړه او د هېواد ملي اتل احمد شاه مسعود ته يې پوځي او سيمه ييز سلامشورې ورکولې.
د جمهور رييس فوق العاده استازي زياته کړه: قوماندان سيدخيلي په سختو شرايطوکې د دښمنانو په مقابل کې وجنګيد او د سولې او ثبات د تامينولو او د بيا رغاونې او ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره يې تل هلې ځلې وکړې.
د جمهور رييس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود په تيروکلونوکې د مجاهدينو ترمنځ په نه همغږۍ انتقاد وکړ او ويې ويل چې د مجاهدينو ترمنځ د همغږۍ تشه د دې سبب شوه چې د افغانستان قسم خوړلي دښمنان په آزادنه ډول شهيد استاد رباني، جنرال داوود داوود، حاجي قدير، ډګر جنرال عبدالرحمن سيدخيلي، سيد مصطفى کاظمي، قوماندان نقيب الله، شاه جهان نوري، احمدخان، خان محمدمجاهد، عبدالمطلب بيک او نور سترجهادي شخصيتونه يې په آسانۍ سره شهيدان کړل.
د جمهور رييس فوق العاده استازي زياته کړه: د جهادي اتلانو شهادت د مجاهدينو د خورې ورې کيدو سبب شوى دى او اوس جهادي قوماندانان نه شي کولاى آن په خپلو کورونوکې د امنيت احساس وکړي.
د ښاغلي مسعود په باور: د مجاهدينو خورې ورې کيدل په رسمي او غير رسمي ډول د تروريستانو د آزادنه فعاليتونو زمينې تر کابله پورې برابرې کړې دي.
د جمهور رييس فوق العاده استازي يوځل بيا مجاهدين مخاطب کړل او د کورنى او نړيوال تروريزم پرخلاف يې د منظمې او ګډې مبارزې غوښتنه وکړه.
احمد ضيا مسعود له جهادي قوماندانانوڅخه وغوښتل چې منظم سياسي او پوځي خوځښتونه رامنځته کړي او د افغانستان د ملي ګټو د دښمنانو پرخلاف مبارزه وکړي .
ښاغلى مسعود مجاهدين د افغانستان د خلکو رښتيني مدافعان او وارثان وبلل او د حکومت د سولې د بهير په ګډون په ملي او سيمه ييزو بهيرونوکې يې د هغوى د ارزښتناک رول غوښتنه وکړه.
د جمهور رييس فوق العاده استازي زياته کړه چې مجاهدين د سولې په بهيرکې د قضيې يو لورى دى او که چيرې حکومت او نړيواله ټولنه غواړي د سولې بهير په برياليتوب سره ترسره شي؛ بايد د هېواد د ټولو قومونو او عامو وګړو ګټې په پام کې ونيسي.
ښاغلي مسعود دغه راز له جهادي قوماندانانوڅخه وغوښتل چې د ډار اچونې پرخلاف د مبارزې او د هېواد په کليوکې د طالبانو په وړاندې د احتمالي جګړې په خاطر د خلکو د پيوستون او پوهاوي په لاره کې د هېواد له دفاعي ځواکونو سره يوځاى فعاليت وکړي او پرې نږدي چې يو ځل بيا د هېواد خلک د يوې ولسوالۍ او يا يو ولايت د سقوط شاهدان وي.
ډګرجنرال مولانا عبدالرحمن سيدخيلي پنځه کاله مخکې کله چې د کندز ولايت د امنيه قوماندان په توګه يې دنده ترسره کوله؛ د ١٣٨٩ کال د کب د مياشتې په ١٩ نيټه د يوه ځانمرګي بريدله امله شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته