کابل باخترد اغبرګولې ۲۳
په سرپل ولایت کې د یوه ترانسفارمرپه درولوسره پنځوسوکورنیو د بریښنا له روښنايی څخه برخمنې شوې .
د باختراژانس د خبریال د خبرله مخې : د سرپل ولایت د بریښنا شرکت ريیس انجنیرحلال الدین نوري وویل چې دغه ترانسفارمرد ۶۳ کیلو واټو په ظرفیت ددغه شرکت له پرامختیایی بودجې څخه د دوو ملیونوافغانیو په لګښت ودرول شواو ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د سرپل ولایت د بریښنا شرکت ريیس وویل چې د دغه ولایت د مرکزپه سید اباد کلي کې ددغه ترانسفارمرپه درولوسره پنځوسوکورنیو د بریښنا له روښنايي څخه برخمنې شوې .
ده ددغه ښار دبریښنا ریاست ودانې ته څیرمه په دوو پوړونوکې دیوه ودانۍ د جوړولوخبرورکړاو ویې ویل چې دغه ودانۍ داتو خونو او د نوروضروري ملحقاتوظرفیت لري او ددغه شرکت له پرمختیایی بودجې څځه د اتوملیونوافغانیوپه لګښت په یوه کال کې جوړیږي
ختم ع
0 1 دقیقه لوستل