امنیت

د ملي اردو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ١٠٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دتلې اتمه 
د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ١٠٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي:
دغه عمليات د ننګرهار ولايت د اچين، د دايکنډي ولايت په ګجران، د روزګان ولايت په چورې، د هراوود، چارچينو، سراب، د تخار ولايت په اشکمش او د هلمند ولايت د موسى قلعه د ولسواليو او د کندز ښار په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې ١٠٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د دغې ډلې په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې، د وسلومهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتو کې د شاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي.
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې د ملي اردو٥ تنه سرتيري شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته