امنیت

يوه ډله انسان تښتوونکي په کابل کې ونيول شول.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
دکابل پوليسو يوه  ډله انسان تښتوونکي دکابل ښارته  څيرمه  ونيول .
د باختر آژانس دخبرله مخې :   د کابل دپوليسو دغه انسان تښتوونکې  ډله
دکابل ښار د ده سبز له ساحې څخه نيولې ده .
نيول شويو کسانو دليندۍ دمياشتې په لسمه نيټه د خيرخانې مينې  دلب جر له ساحې څخه يو پنځلس کلن هلک دپيسو دترلاسه کولو په خاطر تښتولى  و.
دکابل ولايت امنيه قوماندان  جنرال محمد ظاهر دغه شپږ  تنه  نن خبريالانو ته
معرفي کړل.
دوى اعتراف وکړ چې دخيرخانې  مينې دقلعه نجارانو له ساحې څخه د يو زرګر زوى تښتولى  او د ده سبز ولسوالۍ د صوفي بابا دکلي په يو کور کې په يو څاه کې د درې ورځو لپاره ساتلى و.
جنرال ظاهر وويل :  انسان تښتوونکو ددغه  هلک دخوشي کولو په بدل کې دهغه له کورنۍ څخه  پنځه سوه  زره  ډالره  غوښتې و.
دغه راز دغې ډلې هلې ځلې  وکړې چې  پوليس اغفال کړي خو پوليسو دغه ډله ونيوله.
ويل کيږي انسان تښتوونکو ديورنجر موټرپه واسطه په تښتونې لاس پورې کړى و.
دوى پخوا دترکيې جمهوريت يو تبعه هم تښتولى و چې دملي امنيت دځواکونو له خوا  آزاد کړاى شو.
د کابل  ولايت  د امنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې  :  په کابل کې  دانسان تښتونې وروستۍ قضيه د حبيب استالف له نيولو  وروسته دانسان تښتونې لومړى پيښه  ده چې څو مياشتې مخکې دکابل دپوليسو له خوا ونيول شو .
حبيب استالف په کابل کې دانسان تښتونو دقضيو داصلي عامل په توګه پيژندل کيږي چې دهغه په نيولو سره دانسان تښتونې قضيې صفرته  رسيدلي دي.
جنرال ظاهر وويل : دانسان تښتونې وروستۍ پيښې ته بايد دقت وشي او پوليس
به په جدي توګه هغه تعقيب کړي.
دغه  راز ده  دغه  آوازې هم  ردې  کړې چې  ګنې حبيب استالف   له بند څخه
خوشي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته