-کابل/ باختر/ د زمري شپاړلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د جلا جلا حکمونو په صادرولو سره د دريو وزارتونو نوماند وزيران معرفي کړل .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
شهزادګل آريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوماند وزير، يما ياري د فوايد عامې وزارت د نوماند وزير او محمد مصطفى مستور د اقتصاد وزارت د نوماند وزير په توګه ټاکل شوي دي.
په پارلمانې چاروکې د دولت وزير موظف دى چې دغه نوماند وزيران د اساسي قانون د يو نوي يمې مادې د دريمې فقرې د حکم په رعايتولو سره د باور رايې د ترلاسه کولو په خاطر د ملي شورا ولسي جرګې ته معرفي کړي .
د يوبل خبر له مخې:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د حکم په صادرولو سره شهزاد ګل آريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په توګه تاکلى دى.
دغه راز د جمهور رييس د جلا جلا حکمونو له مخې، يما ياري د فوايد عامې وزارت د سرپرست او محمد مصطفى مستور د اقتصاد وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل