کابل باختردتلې د مياشتې ٣ :
څوشيبې مخکې په رنجرموټر دوسله والو طالبانو دراکټي بريد له امله دشمالي سالنګ لويه لاره وتړل شو .
دپروان ولايت پوليسو دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې څو تنه امنيتي ځواکونه شهيدان او ټپيان شوي دي.
دغه پيښه د اوږدې ګالرۍ ( شاول ) په سيمه کې رامنځته شوه او تراوسه پورې دوسله والو طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري .
دپيښې جزئيات وروسته خپريږي .