ښوونه او روزنه

په زابل ولايت کې څلور ښوونځي پرانستل شول

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٧
په زابل ولايت کې څلور ښوونځي چې د يو لړ ستونزو له امله تړل شوي و؛ پرون بيا پرانستل شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه ښوونځي څه موده مخکې په زابل ولايت کې د يو لړ ستونزو له امله تړل شوي و چې په شينکۍ ولسوالۍ کې د چونى، سپيدار او د شينکۍ لومړني ښوونځي او په شهر صفا ولسوالۍ کې د داوودشاه لومړني ښوونځي پکې شامل دي.
دغه ښوونځي د پوهنې وزارت د چارواکو په هڅو او هاند او د زابل ولايت د شهر صفا او شينکۍ د ولسواليو د درنو عالمانو او مخورو په همکارۍ بيا پرانستل شوي دي چې د دغو ښوونځيو په بيا پرانستل کيدو سره څه د پاسه ٣٥٠ تنو زده کوونکو ته د علم او پوهې د زده کړې د دوام زمينه برابره شوه.
ديوبل خبرله مخې:
په زابل ولايت کې د څلور نويو ښوونځيو په جوړيدو سره د ښوونځيو د نشتوالي ستونزې چې ماشومانو نشو کولاى د خپلې استوګنې په سيموکې له ښوونيزو او روزنيزو خدمتونو څخه ګټه واخلي؛ لرې شوې.
په دغو ښوونځيوکې د قلات ښار په سينک کلي کې د حضرت عثمان (رض) لومړنى ښوونځى، د ابراهيم خليل په کلي کې د حضرت عبدالله بن عباس (رض) لومړنى ښوونځى او د موسى خيلو په کلي کې د حضرت حمزه (رض) لومړنى ښوونځى او دغه راز په شاجوى ولسوالۍ کې د ډاکتر امين ښوونځى شامل دي چې په دغو ښوونځيوکې يو زيات شمېر زده کوونکي له ښوونيزو او روزنيزو خدمتونو څخه ګټه اخلي.
دغه راز د پوهنې وزارت مشرتوب د افغانستان له ټولو پوهنپالو او علم دوستو خلکو څخه غواړي چې د هيواد د پوهنې د نظام په ملاتړکې د ښوونکو او زده کوونکو او د پوهنې د مقدس حريم په ساتنه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته