کابل باختر د وري شپاړلسمه :
دپيوستون ګوند غړو او ملاتړو پرون دجلال اباد له ښاريانوسره يوځاى دشهيدې فرخندې دوينې دڅيړنې اوداصلي جنايتکارانو دمحاکمې په لاره کې لاريون وکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دغه لاريون کې په سلګونو تنوښځو او نارينه و ګډون کړي و او دوى ددغه جنايت د پردې تر څټ دافرادودمحاکمې غوښتنه وکړه .
ددغه لاريون يوه برخه وال وويل : چې دولت دخلکو دقهر او غوصې دکمولو لپاره څو تنه نيسي اومحاکمه کوي . خوهغه کسان چې په وروستيو څلورولسيزوکې يې ددغه شان ناخوالو لپاره زمينه برابره کړې ده ، آزاد کرځي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ