نړۍ

د عربستان کابینې د تیلو په پلورنې پورې د اړوند کمښت لپاره اصلاحات تصویب کړل

ریاض – بی بی سی – باختر – د ثور د میاشتې ۷
د عربستان حکومت د تیلو له پلورنې څخه په ترلاسه شویو عوایدو پورې د اړوند کمښت په موخه په هېواد کې د اقتصادي اصلاحاتو ترسره کول تصویب کړل.
باختر آژانس د بهرنیو خبرځایونو له خولې خبر راکړ:
د عربستان په سلو کې کابو ٨٠ عواید د تیلو د پلورنې له پلوه تامیږي چې په تېرکال کې د تیلو د بيې کمښت اغیزه پرې کړې ده .
د عربستان د ولیعهد ځای ناستى او د دغه هېواد د دفاع وزیر محمد بن سلمان په تیلو پورې د خپل هېواد د تړلتيا په اړوند ویلي دي چې عربستان په تیلو روږدی شوی دی. محمد بن سلمان د اقتصادي اصلاحاتو د طرحې په باره کې وویل چې دغه طرحه ډاډ ورکوي چې په تیلو له ډډې لګولو پرته ژوند وکړو.
د ده د څرګندونو له مخې: د دغې طرحې عملي کیدل به د تیلو له بيې سره کوم کار ونه لري، خو د بیو د لوړوالي په صورت کې کولی شي د اقتصادي اصلاحاتو د طرحې له عملي کولو سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته