سیاست

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ پاکستان ته د لوړ پوړي نظامي پلاوي سفر

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ٦مه
د پاکستان لومړي وزیر له جمهور رئیس غني څخه په رسمي بلنلیک کې غوښتي چې د افغانستان لوړ پوړی امنیتي پلاوی دې یاد هېواد ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو نظامي پلاوي دې د افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتي ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په لارښوونه به د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامي پلاوی نن په اسلام اباد کې د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ د یاد هېواد له نظامي پلاوي سره د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړي. #
پاى_ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته