نړۍ

چاودري : دافغانستان حکومت بايد طالبانو ته امتياز ورکړي

اسلام آباد رويترز  باختر  د غبرګولي د مياشتې ١ :
دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت يوه  مقام  ويلي دي  چې  دافغانستان د حکومت دسولې دهڅو دبيا پيلولو لپاره بايد طالبانو ته امتياز ورکړاى شي.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت معين  عزيزاحمدچاودري درويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې دافغانستان  حکومت دې بايد له دې سره جوخت د جګړې په  جبهو کې  دطالبانو دپرمختک  مخه ونيسي .
چاودري وايي؛ دسولې هڅې به هغه وخت نتيجه ورکړي چې افغان امنيتي ځواکونه دطالبانو پرمختګ محدود کړي اوطالبان په دې پوه شي چې  دسولې په خبرو کې د جګړې  دډګر په نسبت زيات امتياز  ترلاسه کوي.
دافغانستان حکومت ټينګارکوي چې اسلام اباد بايد دطالبانو پرضد عملي اقدامات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته