سیاست

د پکتیا ولایت د احمدزو قومي شورا غړوله انجینیرمحمدخان سره وکتل

کابل باختر دزمري د مياشتې ٣٠ :
دپکتیا ولایت د احمدزود قومي شوراغړو، ځوانانو او مدني فعالینو نن د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د دغو مشرانو او سپین ږیرو په استازیتو ب د دغه ولایت قومي مشر وکیل حاجي عبدالله خان وویل: د پکتیا ولایت ولسونو د یوه بشپړ نظام په راوستلو او د ملي یووالي په ټینګښت کې تر بل هرچا دمخه قرباني ورکړې او د ولس په ملي چارو کې یې فعاله ونډه اخیستې.
ده په ټینګار سره زیاته کړه: دوی په بشپړه توګه د ملی یوالي د حکومت ملاتړ کوي او په خپلو پښو د ولاړ او خپلواک افغانستان د آبادۍ غوښتونکي دي.
همداراز د احمدزود قومي شورا غړی او په پکتیا کې دافغان ملت ګوند مشرحاجي احمدشا احمدزي پر یو لړ ستونزو خبرې وکړې او وې ویل: لکه څرنګه چې د پکتیا ولسونه له حکومت سره د همکارۍ هوډ لري همداډول له حکومت څخه هم د همکارې هيله لري او حکومت يې باید غوښتنې پرځای کړي.        
حاجي احمدشا احمدزي د نورو ستونزو تر څنګ د مچلغو دابو بند د کارونو په ټپه دریدلو خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه: چې د مچلغو بند د رغونې چارې له شپږو کلونو راهیسې په ټپه دریدلې دي او حکومت په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی کړی.
ده له حکومت څخه د احمد آباد، مچلغو د ابو بندونو د رغولو او د نورو ولایتونو په څیر په پکتیا کې د رغونې د پروژو د عملي کولو او د پکتیا د لويې لارې د امنیت د ټینګښټ غوښتنه وکړه.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان د پکتیا دولسونو د مشرانو ستونزې او غوښتنې پر ځای وبللې او وې ویل: د لویې پکتیا ولسونوپه خاصه توګه احمدزیو په قربانیو، مرکو او د ولسونو د ټولنیزو ستونزو په اوارولو او جوړښت کې له حکومت سره تل برخه اخیستې، حکومت هم چمتو دی چې له دوی سره همکاري وکړي.
انجینیرمحمدخان د پکتیا ولسونو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د مچلغو د ابو بند یوازې په پکتیا پورې اړه نه لرې بلکې دا د ټول هیواد یوه بنسټیزه او ملي پروژه ده، چې د رغولو چارې به یې د ده تر نظر لاندې په لنډ وخت کې بیا پیل شي.
همدارنګه لومړي مرستیال د پکتیا له مشرانو سره ژمنه وکړه چې د دغه ولایت د لویې لارې امنیتي ستونزه به له اړوندو چارواکو سره شریکه او حل لاره به ورته پیدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته