نړۍ

په شمالى وزير ستان دبې پيلوته امريکايي الوتکې نوي بريد.

ميرامشاه– باختر دمرغومې ١٩ :
دشمالى وزيرستان په قبايلى سيمې نن سهار دپاکستاني طالبانو په دوو سيمو له بې پيلوته امريکايي الوتکې څخه دتوغندي دټوغولو له امله څه ناڅه اته تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس دپاکستان ددان ورځپاڼې دسايت له خولې خبر راکړ چې دغه توغندي دشمالى وزيرستان دمرکز ميرامشاه ښار دختيځ په پنځه ويشت کليومتري واټن کې دحيدرخيلو او هاسو خيلو په کليو کې دپاکستاني طالبانو په اوو مرکزونو لګيدلى دي چې له امله يې څه ناڅه اته تنه  مليشې وژل شوي او څلور تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دغه دوه بريدونه په يوساعت کې شوى دى. په پيښور ښارکې دپاکستان امنيتي مقاماتو دسر دغه زيان تاييد کړ او زياته يې کړه چې دوژل شويو هويت تراوسه معلوم نه دى.
تيره اوونۍ دامريکايي الوتکو دبمباريو له امله دملانذير په نامه دپاکستاني طالبانو يو قوماندان له خپل مرستيال او ددغې ډلې له اتو نوروجګړه مارانو سره دجنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې ووژل شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته