امنیت

د يوه قوماندان په ګډون څوارلس تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١١ :
د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د وسله والو  طالبانو د ډلې د يوه قوماندان په ګډون  ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو عملياتوکې چې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د غزني ولايت د ده يک او د هلمند ولايت دموسى قلعه د ولسواليو او د زابل ولايت د مرکز قلات ښار په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د وسله والوطالبانو د ډلې د يوه قوماندان په ګډون ١٤ تنه ډار اچوونکي او يو پاکستانى تبعه ووژل شول ، ٥ تنه وسله وال طالبان ټپيان او يوشمېرنور يې ونيول شول.
دغه راز د دښمن  يوه اندازه وسله او د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات او وسايل هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
ديو بل خبرله مخې :
د ملي اردو ٨ عسکر د امنيتي فعاليتونوپه بهيرکې د ماين د چاودنې له امله شهيدان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مقامات وايي: دا په داسې حال کې ده چې د ملي اردو ځواکونو  د وسايطو ضد ٢٢ ماينونه کشف او شنډکړي دي .
دغو مقاماتو د دغو عسکرو شهادت هم تائيدکړ؛ خو د پيښو ځايونه يې مشخص نه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته