سیاست

دبهرنيو چارو وزير دپاکستان جمهوريت له سفير سره دمخه ښې کتنه وکړه

کابل باختردوري درې ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت له سفير  سيد ابرار حسين سره  چې په کابل کې  دده  ماموريت پاى ته رسيدلى دى  دخپل کار ته دفترته دمخه ښې کتنې لپاره  حضورته ومانه .
   دبهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې حسين  دخپل ماموريت په بهير کې په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت له سفارت سره دافغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت  دهمکاريو له امله قدرداني وکړه .
وروسته  دبهرنيو چارو وزير  حسين ته  په راتلونکو دندوکې دبرياليتوب هيله وکړه .
دغه راز دواړو لورو  دهغووروستيو موافقو يادونه وکړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ  دستونزو دحل لپاره ترسره شوي دي . اوهيله  څرګنده کړه چې ددواړو لوروله خوا ددغو موافقو عملي کيدل ددواړو هېوادونو ترمنځ  داړيکو ښه والي يې  ددواړو لورو په ګټه وبللې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته