امنیت

څلور تنه په پروان کې د غلا په تور ونیول شول

کابل / د مرغومي ۲۸ / باختر
پولیسو تېره شپه په پروان کې څلورتنه د یو موټرد غلا په تور ونیول.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند سلیم نوري باخترآژانس ته وویل چې پولیسو دغه کسان هغه وخت ونیول چې یوسراچه ډوله موټریې د پروان په سنجد درې سیمه کې غلا کړي وو او نیت درلودل چې یو نا معلوم ځای ته ولېږدوي.
هغه وویل چې موټر خاوند ته یې وسپارل شو او پېښه د پولیسو ترڅېړنې لاندې ده.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته