نړۍ

دعراق دماليې وزير استعفا وکړه

بغداد_ باختر دکب  دولسمه :
  دعراق دماليې وزير رافع العيساوي په الانبار ولايت کې په يوه څو زره کسيزه غونډه کې خپله استعفا اعلام کړه .
  دى چې دنوري المالکي له اصلي مخالفينو څخه دى  دخپلې استعفا علت دعراق دسنيانو غوښتنو ته دصدراعظم نه پاملرنه وبلله .
وړمه ورځ په لسګونو زره تنه سنيان دموصل ، کرکوک او دبعقوبه  په ښارونو او په الانبار ولايت کې واټونو ته ووتل، په دغو مظاهرو کې مذهبي څيرو او دبيلابيلو قومونو مشرانو ګډون کړي وو .
  دعراق دماليې وزير او دالعراقيه  ائتلاف غړي رافع العيساوي دمظاهره کوونکو په غونډه کې وويل، زه راغله يم چې ستاسو په وړاندې له دغه دولت څخه خپل ګوښه توب اعلام کړم .
ده زياته کړه: دا زما لپاره وياړ نه دى چې ديو فرقې پالونکي حکومت دکابينې غړي واوسم زه غوره بولم چې دخلکو تر څنگ پاتې  شم .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته