-کابل باختر د کب دريمه :
ننګرهار ولايت يوځل بيا دوسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ دجګړې ډګر و . دغه جګړې دوروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې دلعل پورې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې رامنځته شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړو کې شپږ تنه داعشيان او طالبان وژل شوي دي .
ده وويل جګړې ددغو دوو ډار اچوونکو ډلو ترمنځ د واکمنى پرسر رامنځته شوي دي.
دوسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ جګړې وروسته له هغه پيل شوې چې داعشيانو دهېواد په ختيځ کې ددوو تنو طالبانو سرونه غوڅ کړل .
دوروستيو څو کلونو په بهير کې دهېواد ځينې سيمې دوسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ دخونړيو جګړو ډګر و .
ددغو جګړو له امله ملکي وګړو ته دتلفاتو په اوښتو برسيره په سلګونو کليوالي کورنى دخپلو کورونو پريښودو ته اړې شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل