امنیت

په کونړکې د نويو جګړو له امله شپږ تنه وسله ال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
شپږ تنه وسله وال طالبان په کونړ ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
دغه جګړه پرون ناوخته د ناړۍ ولسوالۍ په جنګل ګوشه کلي کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې په پوځي قرارګاه بريد وکړ .
د افغانستان په ختيځ کې د ملي اردو د ځواکونو وياند شيرين آقا فقيري دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
د ده د څرګندونو له مخې: جګړه په يوې پوځي قرارګاه د طالبانو له بريد وروسته ونښته .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د وسله والو طالبانو له دغه بريد وروسته کومکي ځواکونه هم ساحې ته رسيدلي دي او له څو لوروڅخه يې په يرغلګرو ډزې کوي.
ويل کيږي چې په دې نښته کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
د دوشنبې په ورځ هم په کونړ ولايت کې د جګړې له امله د ډلې د څوتنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٥ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته