کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې په لسګونو جريبه دولتي ځمکه د زبر ځواکونوله منګولو څخه ايستل شوې ده.
سيمه ئيز مسوولين وايي چې زبرځواکو د دغه ختيځ ولايت په ځينو سيموکې د دغو ځمکو په غصب سره د تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړى و.
د ننګرهار د والي وياندعطاالله خوږياڼي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغه ولايت په مربوطاتوکې د نورو دولتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ