امنیت

دخواجه غار ولسوالۍ دطالبانو له څلور ساعته واکمنۍ وروسته بيرته ونيول شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١:
دتخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ  دوسله والو طالبانو له څلور ساعته واکمنۍ وروسته نن بيرته دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شوه.
دتخارولايت سيمه ييز مقامات وايي  چې دهېواد امنيتي ځواکونو وکولاى شول   دخواجه  غار ولسوالۍ بيرته تر خپل کنترول لاندې ونيسي .
دتخار دوالي وياند سنت الله تيمور دباخترآژانس خبريال  ته وويل :  وسله والو  طالبانو له څو استقامتونو څخه دخواجه غار په ولسوالۍ بريدونه وکړل او دغه ولسوالي يې تر خپل  کنترول لاندې ونيوله .
تيمور وايي چې وسله والو  طالبانو نن سهار د ٥ بجو په شاوخوا کې دغه ولسوالۍ ترخپل کنترول لاندې ونيوله او دتخاروالي محمدياسين ضياديو شمير امنيتي ځواکونو په ملګرتيا دخواجه غار ولسوالۍ ته لاړ  چې د وسله والو طالبانو له څلور ساعته واکمنۍ وروسته  دغه ولسوالۍ بيرته دامنيتي ځواکونو لاسته ورغله.
دتخاروالي او ددغه ولايت امنيه قوماندان دهېواد له يوزيات شمير امنيتي ځواکونو سره همدا اوس  په خواجه غار کې دي او ددغې ولسوالۍ   دامنيې قوماندانۍ په مقر کې  يې غونډه کړې ده.
دتيمور دڅرګندونو له مخې ؛ دتخار ولايت  له مقاماتو سره  دامنيتي ځواکونو له غونډې وروسته په پام کې ده  چې دکندز ولايت  ددشت ارچي ولسوالۍ په لور پرمختګ دوام وکړي.
سنت الله تيمور زياته کړه  چې   وسله والو طالبانو کله يې چې د  خواجه غار
ولسوالۍ ونيوله  ځينو سيمو ته يې اور واچاوه اودسيمې اوسيدونکي دې   ته اړ شول چې دخواجه غارله ولسوالۍ څخه خوندي سيمو ته پناه يوسي.
تيمور زياته کړه  چې په دې جګړه کې دتخارد والي ديوه ساتونکي په ګډون  درې تنه امنيتي ځواکونه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول چې په ټپيانو کې دوالي يوبل ساتونکى هم شامل دى.
تيمور وايي  چې  دشپږ و تنو وژل شويو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي او وسله والو طالبانو د خپلو يوشمير  وژل شويو کسانو مړي  اوټپيان له ځان سره ليږدولي دي .
ديادونې  وړ ده چې د خواجه غار ولسوالۍ دتخار ولايت دمرکز تالقانو ښار په ٤٠ کيلومترۍ واټن کې  موقعيت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته