امنیت

دحرفوي غلو يو بانډ په ننګرهارکې وځپل شو

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
دحرفوي غلو يو بانډ په ننګرهار ولايت کې دامنيتي مامورينو دځانګړو عملياتو په بهيرکې وځپل شو.
ددغه بانډ په افرادو د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې د لسګونو موارد غلا، شوکماري او د خلکو د ځورونې تور لګول شوى دى.
ددغه بانډ رييس او دوه تنه غړي پرون ناوخته کله يې چې غوښتل دجلال آباد ښار په چک نوري سيمه کې د يوه کورګاڼې لوټې کړې؛ دپوليسو له خوا ونيول شول .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان فضل احمد شيرزاد باخترآژانس ته وويل: دحرفوي غلو دغه بانډ په جلال آباد ښارکې دغلا په لسګونو پيښوکې لاس درلود او له زياتې مودې راپديخوا د پوليسو تر څارنې لاندې و.
ويل کيږي ددغه بانډ غړو په ماسک اوجنګي وسايلو سره دکورونو په لوټولو لاس پورې کاوه .
دهغه کورخاوند چې دغه بانډ دهغه دګاڼو دلوټولو نيت درلود؛ وايي چې غلو دى په مرګ وګواښه خومخکې له دې چې وکولاى شي مالونه يې لوټ کړي؛ د پوليسو له خوا ونيول شول.
داپه داسي حال کې ده چې په ختيځ ولايت ننګرهارکې کورنۍ د وسله والو غلو او د انسان تښتوونکو د زياتوالي له امله انديښنه څرګندوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته