ورزش

د دورتمند ټيم د جدول لومړى مقام وګاټه.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
په آلمان کې دفوټبال سيالۍ نن شپه په شپږ لوبو سره دوام مومي.
د دغو سياليو په  حساسو لوبوکې چې  د افغانستان په  وخت نن ماښام   پيليږي دآفن هم  ټيم دبايرمونيخ سره  لوبه کوي او  ورپسې د ايرانا برلين ټيم  له  شالکه    سره سيالي کوي.
دباختر آژانس دخبرله مخې  :  ددغو سياليو په سر کې تيره شپه د دورتمند ټيم ديوې په مقابل کې په شپږو سره دشتودګارد ټيم ته ماتې ورکړه .
تراوسه پورې د دورتمند ټيم دجدول په سرکې ځاى لري په همدې ترتيب دبايرمونيخ ټيم  دويم او لورکوزن ټيم  په دريم مقام کې ځاى لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته