امنیت

په روزګان کې د نويو جګړو په بهيرکې د طالبانو د سردروند زيان

کابل –باختر د وږي دمياشتې ٢٧
په روزګان ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې د طالبانو ډلې ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
دغه جګړې د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د خاص روزګان او چهارچينو د ولسواليو او د ترينکوټ ښار په ځينو سيموکې رامنځته شوې دي.
لومړۍ جګړه تېره شپه په خاص روزګان ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې موټر سايکل سپرو طالبانو د پوځيانو په کاروان بريد وکړ .
د روزګان ولايت د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې جګړه کې اته تنه وسله وال يرغلګر ووژل شول.
ده وويل: په دغوطالبانوکله يې چې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ؛ د هغوى له خوا پرې ډزې وشوې.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې:
شپږ تنه وسله وال طالبان په چهارچينو ولسوالۍ کې د جګړې په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه له هغه وروسته ونښته چې پوځيانو په يوې ډلې وسله والو طالبانو بريد وکړ.
د روزګان ولايت دسيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان د ترينکوټ ښارته څېرمه له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې طالبانو د پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ.
دغه راز په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د روزګان ولايت په مربوطاتوکې د جلا جګړې په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته