ټولنه

درضاکارانو نړيواله ورځ د پلخمري ښار په پاکولو سره ونمانځل شوه .

کابل باخترد ليندى  څليرويشتمه :
درضاکارانو  نړيواله ورځ د بغلان ولايت  دپلخمري ښار په پاکولو او داشر په ترسره کولو سره ونمانځل شوه .
دخلکو ترمنځ  درضاکارانه کارونو  دفرهنګ درواجولو په مقصد  دبغلان ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو  دچارو لوى مديريت دپلخمري ښاروالۍ او دژوندانه دچاپيريال ساتنې درياست په همکارۍ  دغه ورځ  دواټونو په پاکولو او دشهر ما خانه ما  په نامه  درضاکارانه کارتونو په ويشلو سره  ونمانځله .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې پروګرام کې يو زيات شمير ځوانانو،دبغلان والي او ددولتي ادارو رييسانو ، دځوانانو او درسنيود بنسټونو مسوولينو  ګډون کري و ..
دبغلان والي ددغه پروګرام  دترسره کولو له امله  چې دښار او دژوندانه دچاپيريال په نسبت  د ځوانانو  د علاقمندى او مثبتو پيغامونو ښکارندوى دى ، قدرداني وکړه . او دپلخمري  له ښاريانو څخه  يې وغوښتل چې دخپل چاپيريال دساتنې په  لاره کې دښاروالۍ تر څنګ هلې ځلې وکړي . چې دپاک او سالم چاپيريال  په لرلو سره  دناروغيو  دخپريدو مخنيوى وشي .   ختم_  ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته