روغتیا

په تخار کې دپوليو واکسين دپسرلنۍ کمپاين دويم پړاو پيل شو .

کابل باختر دثور  اوولسمه :
دپوليو واکسين  دپسرلني  کمپاين دويم پړاو پرون په تخار ولايت کې پيل شو .
دتخار ولايت دعامې روغتيا رياست دکتلوي  معافيت مسوول ډاکتر شاه ولي  مصطفوي  دباختراژانس خبريال ته وويل ټاکل شوې ده په څلورو ورځو کې له پنځه کلني څخه ښکته درې سوه پنځه اتيا  زره تنه ماشومان دپوليو ناروغۍ په  وړاندې  واکسين  شي او په پنځه اتيا زرو تنو نورو ماشومانو دکولمو دچينجي  د له منځه وړلو لپاره دالبندازول تابليت  وخوړل شي .
ده  څرګنده کړه چې په دې کمپاين کې کابو ٢٢٠٠٠ تنه رضاکارې  نجونې او هلکان دتخار ولايت په بېلابېلو سيمو کې  ددغې برنامې په عملي کولو بوخت دي .
ډاکتر شاه ولي مصطفوي  له تخاريانو څخه وغوښتل چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې  دواکسين دبهير دګړندي  کولو لپاره ددغه ولايت دعامې روغتيا  له مسوولانو او کارکوونکو سره جدي همکاري  وکړي چې په تخار کې هيڅ يو ماشوم دپوليوددغې وژونکي  ناروغۍ دواکسين له تطبيق  څخه بې برخې نه شي .
  ختم_  عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته