ورزش

دسرې مياشتې ټيم اتل شو.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
دکابل دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ دسرې دمياشتې دټيم په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيده .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دکابل دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ د ديارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په پاى کې ددغو سياليو دويم پړاوته دسرې مياشتې او اتحاد ټيمونو لوبه وکړه او دغه سيالۍ دصفر په وړاندې په دريو سره دسرې مياشتې ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم دکابل دغوره ليګ اتل شو.
دغه راز سميع الله محمدي د اردو له ټيم څخه د ٢١ ګولونو په وهلو سره ددغو سياليو دګولونو دښاغلي لقب وګاټه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته