بي بي سي نيوزنواخترداسد١٧
يو ايراني الاصل بريتانوي سوداګر عباس يزدان پناه يزدي چى دچنګاښ دمياشتي په څلورمه نيټه د دوبى په ښارکي بيدرکه شوي و، مړي يې په متحده عربي اماراتوکې پيدا شوى دى .
ويل کيږي دى يوه ورځ وروسته له هغه چې په دوبى کې له خپل دفتر څخه د ويدويي اړيکي له لارې دتيلو د دوو شرکتونو ترمنځ د اختلاف په دوسيه کې دشاهد په توګه شاهدي ورکړه بيدرکه شو . په تيرو اوونيو کې داسې تورونه طرحه شوي وو چې دغه پنځه څلويښت کلن سوداګر ښايې د ايران د امنيتي ځواکونو له خوا تښتول شوى وي .
د تيرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هيګ دايران د بهرنيو چارو له وزير علي اکبر صالحي سره په تيلفوني اړيکه کې دعباس يزدان پناه يزدي دبرخليک په باب انديښنه څرګنده کړې وه .
دايران په حکومت کې بانفوذه ډلې او اطلاعاتي ادارې د يزدي په تښتولو تورن شوي دي خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت په اماراتو کې په هر راز غيرقانوني اقدام کې د ايراني مرکزونو لاس لرل رد کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل