ورزش

د سولې اتلانو د کرکټ د پيل شویو سیالیو اتلولي خپله کړه

اسعد اباد  باختر د وږي ۲۴ مه
د هېواد په ختیځ ولایت کونړکې د افغانیو د راکړې ورکړې د دودولو په پار ( افغانۍ زموږ ملي هویت دی) تر نامه لاندې د کرکټ پیل شوې سیالۍ د سولې د اتلانو د لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې دوه ورځې یې دوام وکړ، د اسعد اباد شپږو لوبډلو پکې برخه درلوده چې د سولې اتلانو او خپل وطن ګل وطن لوبډلو پکې پای لوبې ته لاره وموندله.
د خپل وطن ګل وطن لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې سولې اتلانو ته د (۱۶۰) منډو هدف ورکړ چې د سولې اتلانو لوبډلې وکولای شول په پیلوونکو دوو لوبغاړو سره د سیالې لوبډلې هدف پوره او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي .
له همدې امله په جوړې شوې غونډه کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال غونډې ته په وینا کې ورزش د روغتیا ،ځوانانو ترمنځ د یووالي او د اړیکو د پياوړتیا په برخه کې خورا مهم وباله او ځوانان یې د زده کړو ترڅنګ ورزش ته وهڅول.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته