اقتصاد

د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بیا پیلولو پروژې په ګډون ۲۸ تدارکاتي موضوګانې منظورې شوې

کابل/ د مرغومي ٢٤ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي تدارکاتو کمېسیون پر ۲۹ تدارکاتي موضوګانو د بحث په پاېله کې له څلور نیم میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۸  تدارکاتي موضوګانې د آریانا افغان هوایي شرکت اړوند؛ د باختر افغان هوایي شرکت د فعالیت بیا پېلولو او پانګونې طرحې د وړاندیز په ګډون، منظور شوې.
دېته ورته د ملي تدارکاتو کمېسیون د یو شمېر پروژو د تعدیل وړاندیزونه هم منظور کړل.
بل پلو، د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې اړوند؛ د پکتیا ولایت مقام د مېلمستون د دوه پوړیزې ودانۍ د ودانیزو چارو، برېښنا، اوبو رسولو او کانالیزاسیون د برخو د تړون د وخت د تمدید وړاندیز؛ اړوندې ادارې ته بېرته ولېږدول شو. د یادې پروژې د کار په تړاو جمهورريیس غني ټینګار وکړ چې د ټولو پروژو کارونه باید پر ټاکلي وخت ترسره او د پروژو د ځنډ او خنډ مخنیوی وشي.
همداراز له اجنډا سره سم په غونډه کې د کمېسیون غړو د دغه کمېسیون د پخوانیو پرېکړو د لارښوونې د تحقق پر راپور بحث وکړ چې کمېسیون منظور کړې.
د دې تر څنګ د غونډې په وروستۍ برخه کې د بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست اړوند د لوګر ولایت د ۵۰۰ کسيز جمنازیوم د جوړولو تړون د وروستي قسط نه ورکولو پر یادښت هر اړخیز بحث وشو او منظور شو.#
پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته