نړۍ

دايران له خوا ديوې بې پيلوټه امريکايي الوتکې راغورځول

دايران درسنيو دخبرله مخې ددغه هيواد وسله والو ځواکونو ديوې بې پيلوټه  امريکايي الوتکې دراغورځولو خبرورکړ او وايي دغه  اقدام دايران  په هوايي حريم له تيرى وروسته شوي دي .

په دغو خبرونو کې ويل شوي دي چې دغې الوتکې ته مهم زيان نه  دى اوښتي او اوس دايران داردو په واک کې ده .

دباختر اطلاعاتي اژانس دامريکا غږ دخبري سايت له خولې خبرراکړ دغه الوتکه دايران په ختيځ   کې راغورځول شوې ده خو په  خبر کې  ددغې پيښې دقيقه نيټه نه ده مشخصه شوي.

 يو امريکايي مقام چې غوښتي دي نوم يې وانه خيستل شي  درويترز خبري اژانس ته ويلي دي تراوسه پوري هيڅ  داسې نښې نښاني  نشته چې ايرانيانو دغه الوتکه غورځول  دي.

دايران دولتي خبري اژانس دچنګاښ په مياشت کې دايران دمجلس ديوه استازي دڅرگندونو پربنسټ چې ادعايي کړې وه چې دايران دخپلو اټومي تاسيساتو ته څيرمه دامريکا دجاسوسي بې پيلوټه الوتکه راغورځولې ده .

امريکا اودهغه لويديځ متحدين  دتهران دجنجالي اټومي پروګرام په باب اختلاف لري .

لويديځ هيوادونه وايي ايران په اټومي وسلو دبرلاسي په هڅه کې  دي په داسې حال کې چې ايران وايي چې اټومي پروګرام يې يواځي سوله ييز مقصدونه لري.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته