کابل / دکب ٢٥مه / باختر :
ترکيه په ميدان وردګو کې د افغان ترک ښوونځى جوړوي.
ټاکل شوې ده دغه ښوونځى په نږدې راتلونکې کې په ميدان ښار کې جوړ شي.
په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو رييس شاکر وايووت ميدان وردګو ته په خپل سفر کې وويل چې په افغانستان کې به د افغان ترک د نورو ښوونځيو په شان دغه ښوونځى هم په نړۍ کې د زده کړې د منل شويو معيارونو له مخې جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نجونو او هلکانو په ګډون شپږ زره زده کوونکي د افغان ترک په ښوونځيو کې پر زده کړه بوخت دي .
په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو رييس ميدان وردګو ته دخپل سفرپه بهير کې خبريالانو ته وويل چې ترکيه غواړي د افغانستان په نورو سيمو کې د افغان ترک د څو ښوونځيو په جوړولو سره د زده کوونکو شمېر له شپږو زرو څخه اتلسو زرو ته زيات کړي.
په همدې حال کې د ميدان وردګو والي مظفر الدين يمين په افغانستان کې دافغان ترک ښوونځيو له رييس شاکر وايووت سره په کتنه کې په دغه ولايت کې د فغان ترک ښوونځي جوړول په افغانستان کې د پرمختګ او د غوره استعدادونو په وده کې ارزښتناک وبلل.
ختم_ ج _ اکرم