ورزش

دتوپان هريرود ټيم داباسين څپې ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د وږي  اته ويشتمه :
دروشن افغانستان دفوټبال دغوره ليګ دسياليو په دوام پرون مازيګر  د توپان هريرود ټيم داباسين څپې ټيم ته ماتې ورکړه .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې د توپان هريرود ټيم په دوو ګولونو سره داباسين   څپې  ټيم ته ماتې ورکړه .
دقيومي دڅرګندونوله مخې، په دغوسياليو کې په الف ګروپ کې شاهين اسمايي او دميوند اتلان اوپه بې ګروپ کې دموج هاي آمو او سيمرغ البرز  ټيمونو دافغانستان دروشن دفوټبال  دغوره ليک سياليو نيمايي پړاو ته لاره وموندله  چې ټاکل شوې ده  ددغوسياليو وروستي  نيمايي پړاو دپنجشنبې او جمعې او ديکشنبې او دوشنبې په  ورځوکې  ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته