سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله ددونالدترامپ دبرياليتوب له امله مبارکي وويله .

کابل باختر د لړم  نولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دافغانستان دملت او حکومت په استازيتوب دامريکا دمتحده ايالاتو دپنځه څلويښتم جمهور رييس په توګه ده ته مبارکي وويله .
په هغې خبرپاڼه  کې  چې په دې اړوند داجراييه رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې  باختراژانس ته  رسيدلې ده ويل شوي دي
افغانستان او دامريکا متحده ايالات ديوبل  ستراتيژيکي  دوستان او متحدين دي .
له ډار اچونې سره مبارزه او دسولې او ټيکاو دټينګښت لپاره هلې ځلې ددواړو هېوادونو لومړيتوبونه بلل کيږي .
دهېواد اجراييه رييس هيله لري چې دترامپ  په انتخاب سره  داقتصادي ، نظامي ، ټولنيزو او فرهنګي برخو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې او ستراتيژيکي  همکاري لازيات ټينګښت او پراختيا ومومي .
دهېواد اجراييه رييس ترامپ او دامريکا دمتحده ايالاتو نوې ادارې اوخلکو ته دبرياليتوب هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته