اسلام آباد ايرنا باختر د سلواغې د مياشتې ١٣ :
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې وينا په صادرولو سره په کابل کې پرونى ځانمرګى تروريستي بريد په کلکه وغانده .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په وينا کې ويل شوي دي چې د پاکستان دولت د خپلې ډاډګېرنې او همدردۍ مراتب د افغانستان دولت او د پروني تروريستي بريد د قربانيانو کورنيو ته اعلاموي .
په دې وينا کې زياته شوې ده چې پاکستان تل تروريزم په بېلابېلو بڼو سره يې په کلکه غندي .
د کابل ښار د دهمزنګ په سيمه کې د سرحدي پوليسو د قرارګاه په وړاندې په پروني ځانمرګي بريد کې لس تنه ووژل شول چې زياتره يې ملکي وګړي وو.
د طالبانو ډلې د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.
2 1 دقیقه لوستل