ښوونه او روزنه

۱۷ تنه افغان ځوانان د ماسټرۍ زده کړو لپاره، فرانسې ته واستول شول

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
۱۷ تنه افغان ځوانان د ماسټرۍ زده کړو لپاره، فرانسې ته واستول شول
په هغې غونډه کې چې په دې اړه د لوړو زده کړوپه وزارت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان، د دغه وزارت دعلمي چارود مرستیال او افغانستان کې د فرانسې سفارت فرهنګي چارو رئیس په ګډون جوړه شوې وه،  د لوړو زده کړو وزارت سرپرست،له افغانستان سره په اکاډمیکو برخو کې د فرانسې هېواد له همکاریو مننه وکړه او دغه هېواد ته یې د ماسټرۍ زده کړو لپاره د افغان ځوانانو لیږل یو ستر فرصت وباله.
ډاکتر عبد اللطیف روشان له بریالیو کسانو وغوښتل چې له دې فرصت څخه بشپړه ګټه پورته کړي او په هغه هېواد کې د مهارتونو په ترلاسه کولو کې پوره زیار وباسي او د ماسټرۍ دورې تر بشپړېدو وروسته د خپل هېواد لپاره خدمت وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو مرستیال پوهنمل انجینر عبد التواب بالا کرزي هم په خپل وار سره د فرانسې هېواد له دې همکارۍ څخه مننه وکړه او بورسونو ته د ورپیژندل شویو ځوانانو یې وغوښتل چې د ماسټرۍ دورې پر مهال، په هغه هېواد کې پراخې تجربې تر لاسه کړئ څو هېواد ته تر راستنیدو وروسته ترې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ګټه پورته کړئ.
د فرانسې سفارت د کلتوري چارو رئیس پاسکال هانس فرانسې ته د لوړو زده کړو لپاره د افغان ځوانانو استول د هغوي لپاره ګټور فرصت وباله او زیاته یې کړه "موږ هڅه کوو چې دغه ځوانان د فرانسې په پیاوړو او سترو پوهنتونونو کې جذب شي"
هانس د لوړو زده کړوله وزارت څخه مننه وکړه چې پدې پروژه کې یې له دوی سره مرسته کړې ده.
ديادونې وړ ده چې سږ کال د دغو بورسونو په آزموینه کې ۴۲۰ تنو ګډون کړی و چې له جملې څخه ۱۷ تنه یې دغو بورسونو ته وروپیژندل شول.
د یادونې وړ چې د فرانسې هيواد هر کال افغانستان ته د ماسټرۍ زده کړو په برخه کې له ۱۵ -۲۰ پورې تحصیلي بورسونه ورکوي او د ازادې سیالۍ له لارې ورته ځوانان ورپیژني.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته