سیاست

حامد کرزي له زلمي خلیلزاد سره وکتل

کابل/ د ليندۍ ٢٨ مه/ باختر
د افغانستان پخواني جمهوررییس حامد کرزي پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
په کتنه کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس او په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو عمومي قوماندان سکات میلر هم ګډون لاره.
د پخواني جمهوررییس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په کتنه کې چې محمد اسماعیل خان او حاجي محمد محقق هم حاضر وو؛ د افغانستان د سولې بهیر او په دې برخه کې د راتلونکو پرمختګونو او اقداماتو په اړوند هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې برخه والو دغه راز په هېوادکې د دایمي سولې او امنیت د تامین په خاطر د خلیلزاد له هلوځلو خپل هر اړخیز ملا تړ څرګند کړ او د افغانستان د خلکو د دغې حیاتي غوښتنې د پوره کولو لپاره يې خپله همکاري اعلام کړه.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته