ټولنه

په پروان ولايت کې د اوبو لګولو کانال بيا فعاليږي

کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٢
د پروان ولايت د اوبو لګولو کانال د هيواد د اوبو او بريښنا وزارت له خوا بيا فعاليږي.
له چاريکارو ښارڅخه دباختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د پروان ولايت د اوبو لګولو د شبکو د پراختيا د بياجوړولو کار د اوبو لګولو او بريښنا وزارت د معين شجاع الدين ضيايي او د پروان ولايت د سرپرست عبدالبصير سالنګي له خوا د مراسمو په ترڅ کې پيل شو . د پروان ولايت د اوبو د تنظيم رييس انجنير ولي الله د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پروان ولايت د اوبو لګولو کانال ٤٠ کاله مخکې د چين هيواد له خوا جوړ شوى و چې د٢٥کيلومترو په اوږدوالي د پنجشير له سيند څخه سرچينه اخستې او د کابل د قره باغ تر ولسوالۍ پورې غځيدلى دى .
د هيواد د اوبو لګولو او بريښنا معين وويل: په پروان ولايت کې د اوبو د شبکې د بياجوړولو او پراختيا په کارکې ٢١٤ مليونه او ٥٦٨ زره افغانۍ لګښت لري چې د دغه وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي.
ده زياته کړه: د شلوکيلومترو په اوږدوالي د کانال په پاکول، د سيل برونو، ترنابونو، محافظوي ديوالونو،سربندونو، پلګيو، د اووس د خونې جوړول، د څښاک د اوبو د درېو ډنډونو بياجوړول شوي دي او دغه راز د سلګونو مترو په اوږدوالي يو کانال، دچاريکارو په بازار کې په سرپټي ډول په پام کې نيول شوي چې د اوبو له ککړوالي مخنيوي کوي.
په همدې حال کې د پروان ولايت سرپرست په پروان کې د اوبو د شبکې بياجوړول او پراختيا د خلکو او په تېره بيا د پروان د بزګرانو يوه اساسي اړتيا وبلله او زياته يې کړه چې د دغې پروژې په تطبيقولو سره د اوبو د کمښت له پلوه د دغه ولايت د بزګرانو ستونزې لرې کيږي.
ويل کيږي چې د دغې پروژې کار د يو کال په بهيرکې بشپړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته