امنیت

په بغلان کې دوه مخابراتي انتونونه وسوځول شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٢
دافغان بسيم او اتصالات دمخابرتي شرکتونو دوه انتونونه تيره شپه دمرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دناپيژندل شويو کسان له خوا وسوځول شول.
دمرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابرى د باختر آژانس خبريال ته وويل تيره شپه ناپيژندل شويو کسانو دشيخ جلال دغاښې په ساحه کې دوه مخابراتي انتونونه وسوځول.
ده زياته کړه ددغو د دوو انتونونو په سوځيدو سره ددغې ولسوالۍ خلکو ته زياتې ستونزې رامنځته شوي دي .
دمرکزي بغلان دولسوال دڅرګندونو له مخې ددغو انتونونو دسوځولو دعاملينو دپيژندلو او نيولو په خاطر هلې ځلې پيل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته