-کابل باختر دليندى ٢٣:
هغه چاودنه چې څو شيبې مخکې دکابل دنوي ښار په ساحه کې وشوه دګازو ديوه ډبي دچاودنې زيږنده وه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دکابل دنوي ښار په ساحه کې ديوې چاودنې غږ يو شميرښاريان انديښمن کړل خو دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي وايي چې دغه چاودنه داستوګنې په يوه کور کې دګازو ديوه ډبي دچاودنې زيږنده وه چې دسرزيان او مالي تاوان يې نه دى اړولى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ